روغتيا نړيوال سازمان: په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین د تطبيق انډول ډېر توپير لري
CMG2021/12/15 10:54:04
شريکول:

د روغتيا نړيوال سازمان عمومي مدير تدروس ادهانوم د ډسمبر په ۱۴ مه نېټه د دغه سازمان په مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې په تېرو لسو اوونيو کې د کواکس پلان لخوا د ليږدول شوو کرونا ضد واکسينونو شمېر د روان کال د لومړيو نهو مياشتو تر حجم زيات دی، خو په ځينو هېوادونو کې د واکسين تطبيق لاهم له ستونزو سره مخ دی او اوس دغه سازمان او اړوند همکاران له دغو هېوادونو سره د موجودو ستونزو د لرې کولو مرسته کوي.

نوموړي وويل، چې په بېلابېلو هېوادونو کې د کرونا ضد واکسین د تطبيق انډول ډېر توپير لري او په ۴۱ هېوادونو کې د واکسين شوو کسانو انډول  ٪۱۰ ته هم نه دی رسېدلی او په ۹۸ هېوادونو کې بيا دغه انډول تر ٪۴۰ کم دی. هغه له بېلابېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه، چې د کرونا وبا د مخنيوي لپاره دې د واکسين د تطبيق په برخه کې نابرابري له منځه يوسي.