امريکا د ډيموکراسۍ په پلمه خپله ریاکارانه بڼه نه شي بدلولی
cmg2021/12/15 14:50:02
شريکول:

   د امريکې د جان هوپکینز پوهنتون یو تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې، د ډسمبر تر ۱۳مې نېټې پورې په دغه هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر له ۵۰ میلیونو څخه زیات شوی او شاوخوا  ۸ لکه امريکايان د دغې وبا له امله مړه شوي دي. دغه دواړه شمېرې په نړۍ کې د نورو هيوادونو په پرتله ډېرې زياتې دي.

     پوښتنه دا ده، چې امريکا د نړۍ تر ټولو پياوړی او ځواکمن هېواد بلل کېږي، خو بيا هم په دغه هېواد کې د کرونا وبا د خپرېدو حالت ولې دومره سخت دی؟ امریکا ځان د ډيموکراتیک نظام نمونه بولي، خو د خپلو وګړو د ژوند بنسټيز حقونه نه شي ساتلی؟ لامل يې دا دی چې د امريکې مشرانو تل خپلو سياسي ګټو ته لومړیتوب ورکړی او د کرونا ضد مبارزه يې شا ته غورځولې ده. په امريکا کې د کرونا وبا د خپرېدو سخت حالت دا ښيي، چې په دې هېواد کې ډيموکراتیک نظام نیمګړتیاوې لري.

     کرونا وبا د امريکې پر اقتصاد او ټولنې ډېرې منفي اغېزې کړي، زياتې تصدۍ يې سقوط شوي او ګڼ شمېر وګړي يې بې روزګاره شوي دي. بله خوا، په امريکا کې د پیسو پړسوب مخ په سختېدو دی. په امريکا کې په تېر نومبر کې د امريکې د توکو بيې د تېر کال د همدې مودې په نسبت 6.8 سلنه لوړې وې او له ۴۰ کلونو راهيسې په دغه هېواد کې د توکو بیې تر ټولو ډېرې لوړې شوي او دغه راز د امريکې د وګړيو پر وړاندې د ژوند ستونزې نورې هم سختې شوې دي. له دې څخه ښکاري، چې امريکا د ډیموکراسۍ په جامه کې خپله ریاکارانه بڼه نه شي پټوالی او د دغه هېواد سياستوال بايد اوسني حالت ته جدي پاملرنه وکړي.