شي جين پينګ د خوندي چين د ستاينغونډې له استازو سره وکتل
CMG2021/12/16 15:03:14
شريکول:

د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کمېسيون مشر شي جين پينګ د ډسمبر د ۱۵مې نېټې په ماسپيښين په بېجينګ کې د خوندي چين د ستاينغونډې له استازو سره وکتل او د يادې غونډې په پار يې ورته مبارکي وويله او هيله يې څرګنده کړه، چې د لا لوړ معيار لرونکي خوندي چين د جوړولو لپاره بايد خپلو هڅو ته دوام ورکړو.

د خوندي چين ستاينغونډه د ډسمبر د ۱۵مې نېټې په سهار په بېجينګ کې تر سره شوه او پکې د چين ۱۴۰ ډلو، ۱۲۹ شخصيتونو، ۶۰ ښارونو او ۱۶۰ وسلواليو ته ستاينليکونه او جايزې ورکړل شوي. (شکريه)