د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د ایران دایمي استازي مجید تخت روانچي د ډسمبر په ۱۴مه نېټه په نیویارک کې د ملګرو ملتونو په مقر کې وویل، چې امریکا او اروپا باید د ایران ذروي تړون پوره تطبیق کړي.
نوموړي یادې څرګندونې په همدې ورځ د امنیت شورا تر یوې غونډې وروسته خبریالانو ته وکړې او د اوسنیو ستونزو سبب يې د امریکا کړنې وبللې او و يې ويل، چې امريکا له ذروي تړون څخه وتلې او پر ايران يې بيا بندیزونه لګولي دي. خو ایران خپلې ژمنې پوره کړي او د ذروي تړون د ساتلو لپاره يې ستر کوښښونه کړي دي. (هيله)