په ګردې نړۍ کې پر کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۲۷۰ میلیونو، ۷۹۱ زرو او ۹۷۳ ته رسېدلی
cmg2021/12/16 11:34:45
شريکول:



د سين هوا اژانس د خبر له مخې، روغتیا نړیوال سازمان د ډسمبر په ۱۵مه نېټه یو تازه راپور خپور کړی، چې له مخې يې د منځنۍ اروپا په وخت د همدې ورځې د ماسپښین تر ۵ بجو او ۵۸ دقيقو پورې، په ګردې نړۍ کې د کرونا ۷۱۳ زره او ۵۹۱ نوې پېښې ثبت شوي او عمومي شمېر يې ۲۷۰ میلیونو، ۷۹۱ زرو او ۹۷۳ ته رسېدلی دی. په همدې موده کې د دغه ویروس له امله ۷۰۲۵ تنه مړه شوي او په دې توګه د مړينې عمومي شمېر ۵ میلیونو، ۳۱۸ زرو او ۲۱۶ ته رسېدلی دی. (هيله)