د چین اقتصاد تېره میاشت د عادي کېدو تمایل ساتلی
cmg2021/12/16 14:50:12
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په داسې حال کې چې د کرونا له امله نړیوال وضعیت ډېر پچیلی دی او د چین په کور دننه هم د کرونا نوې پېښې کله کله رامنځته کېږي، د چین اقتصاد د عادي کېدو تمایل ساتلی دی. د چین د هغه اقتصادي راپور له مخې چې د ډسمبر په ۱۵مه نېټه خپور شوی، صنعتي او کرهڼيزو چارو يې ثابت پرمختګ کړی، د توکو بيې پکې لږ څه لوړې شوي، خو اقتصادي چارې يې عموماً ثابتې روانې دي. (هيله)