د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جرمني نوي لومړي وزير اولاف شولز د ډسمبر په ۱۵مه نېټه تر لوړې وروسته لومړی حکومتي راپور خپور کړ، او د کرونا ضد د مبارزې په اړه يې د نوي حکومت تګلارې پکې بیان کړې دي.
راپور وايي، چې د جرمني نوی حکومت به د کرونا وبا ضد د مبارزې لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړي. هغه له وګړیو څخه غوښتي چې د کرونا ضد واکسین وکړي، او هغه کسان چې واکسين نه لګوي او مخالفت يې کوي، خپله اراده دې پر نورو نه تپي. (هيله)