د اټومي انرژۍ نړیواله اېجنسي به د ایران په ذروي تاسيساتو کې نوې کامرې نصب کړي
cmg2021/12/16 14:55:00
شريکول:


د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ او ایران د ډسمبر په ۱۵مه نېټه یو موافقه لیک لاسلیک کړی، چې له مخې به يې دغه اېجنسي د ایران د کراج سيمې په ذروي تاسيساتو کې نوې کامرې نصب کړي. 

 یاد موافقه ليک د اټومي انرژۍ نړیوالې اېجنسۍ د عمومي مدیر رافیل ګروسي او د ایران د اټومي انرژۍ سازمان د رئيس محمد اسلامي لخوا لاسلیک شوی دی. د دغه موافقه لیک له مخې، یاده نړیواله اېجنسۍ به د روانې میاشتې تر پایه پورې د کراج سيمې د سنتری فیوژونو په توليد خونه کې د څار نوې کامرې نصب کړي. برسيره پر دې، دواړو خواوو دا موافقه هم کړې چې د ذروي مسئلې په اړه به د پاتې ستونزو د حل لپاره دوامدار کارونه ترسره کړي. (هيله)