شي جين پينګ د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره ويډيويي خبرې وکړې
CMG2021/12/16 14:56:18
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۵مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د روسيې له ولسمشر ولادمير پوتين سره وکتل او په یو لړ مسئلو يې ورسره خبرې وکړې.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې خوښي وښوده، چې د روان کال په وروستيو کې يې په دوهم ځل له خپل روسي سیال سره ګوري.

دا له ۲۰۱۳م کال راهيسې د دواړو مشرانو ۱۳م ملاقات و.

رئیس شي جين پينګ وويل: ما په دې وروستيو کې څو ځلې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې ستايلي او دغه دوه اړخيزې اړيکې مې په ۲۱ مې پيړۍ کې د نورو هېوادونو لپاره د همکاريو نمونه بللې ده. تاسې خپلې کليدي ګټې ټينګې ساتئ او د چين او روسيې ترمنځ د اړيکو د خرابولو په موخه له هر ډول دسيسې سره مخالفت کوئ. ستا دريځ د ستاينې وړ دی! زه غواړم، چې له تاسو سره يو ځای د دوه اړخيزو اړيکو د سږني پرمختګ په اړه تجربې راغونډې کړم او په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاريو نوی پلان وټاکم، تر څو د دواړو هيوادونو دوه اړخيزې اړيکې نور هم ښه پرمختګ ومومي.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې پر دې ټينګار وکړ، چې نړۍ اوس د بدلون په حال کې ده او د کرونا وبا له بدو اغيزو سره هم مخ ده، خو په داسې حال کې هم د چين او روسيې ترمنځ په اړيکو کې ډېرې موجودې ننګونې او ستونزې لېرې شوي او نوی خوځنده ځواک يې ښکاره کړی دی. هغه وويل زه له ولسمشر پوتين سره د ډېرو سترو موضوعاتو په هکله له څو لارو همغږي ساتم او په ګډه ورسره د دواړو هېوادونو اړيکې پر مخ بیايم او ګډه لارښوونه يې کوو. مونږ دواړو د چين او روسيې ترمنځ د دوستانه اړيکو د همکارۍ تړون د غځولو رسمي اعلان کړی او د زمانې نوې محتوا مو پکې شامله کړې او د متقابلو کليدي ګټو په هکله مو هم يو له بل څخه ټينګ ملاتړ کړی او د دواړو هيوادونو عزت او ګډې ګټې مو ساتلي دي.

شي جين پينګ په اشارې وويل، چې د چين او روسيې ترمنځ د هر اړخيزو همکاريو پر وړاندې ستر سياسي غوره والی او فرصتونه موجود دي. د دواړو هيوادونو دوه اړخيز سوداګريز ارزښت د روان کال په لومړيو ربعو کې په لومړي ځل سل مليارډو امريکايي ډالرو ته رسيدلی او په پای کې به نوی ريکارډ جوړ کړي. نوموړي زياته کړه، چې د چين او روسيې ترمنځ د تخنيکي نوښت په نوم اړوند فعاليتونه هم په برياليتوب تر سره شوي، يو لړ ستراتيژيکې پروژې يې په سالمه توګه پلې شوي او د يو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ چارې يې هم په ښه توګه د اروپا او اسيا د اقتصادي اتحاد له کارونو سره يو ځای شوي دي.  دواړو هېوادونو د کرونا وبا پر وړاندې روانې مبارزې کې خپلې دندې پر غاړه اخيستي، د دې مبارزې په درشل کې يې له نورو هېوادونو سره ښې همکارۍ کړي او د څو اړخيزم د عملي کولو او د نړيوال عدالت د ساتلو په برخه کې يې د ملا تير په حیث رول لوبولی دی.

هغه په خپلو خبرو کې وويل:

 د چين کمونېست ګوند به په راتلونکي کال کې د دې ګوند شلم ملي کانګرس تر سره کړي او روسيه به د ۲۰۳۰م کال د ملي پرمختيایي موخې د تر سره کولو لپاره کليدي پړاو ته داخله شي، نو دواړه خواوې دې يو بل ته پرانيستي فرصتونه برابر کړي او د نړيوالې پرمختیایي اجنډا د عملي کولو لپاره دې هڅې وکړي او د نوي ډول نړيوالو اړيکو د ټينګښت او د انسانانو د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ لپاره دې ښه رول ولوبوي.

د روسيې ولسمشر ولادمير پوتين په خپلو خبرو کې وويل، چې د روسيې او چين ترمنځ اوسنۍ اړيکې په بې ساري ښه پړاو کې دي او ترې ستراتيژيک باور ښکاري. دغه راز دواړه هېوادونه په متقابلو کورنيو چارو کې پر نه لاسوهنې ټينګار لري  او د متقابلو ګټو د درناوي پربنسټ يې ګډ برياليتوبونه تر لاسه کړي دي او له همدې امله د دواړو هيوادونو دوه اړخيزې اړيکې په ۲۱مې پيړۍ کې د نړيوالو اړيکو نمونه بلل کيږي.

د چين د بهرنيو چارو مرستیال وزير له يو چنګ د چين او روسيې د سيالانو تر مجازي غونډې وروسته په يوه خبري ناسته کې وويل، چې روان کال د چين او روسيې ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو د پياوړتيا له کال سره برابر دی او دوه اړخيزې اړيکې يې په تر ټولو ښه تاريخي پړاو کې واقع دي. مونږ به له روسيې سره د دغو اړيکو د پرمخبيولو لپاره ګډو هڅو ته دوام ورکړو.