د چین پر وړاندې د امریکې عملياتي پلان بې ځایه دی
cmg2021/12/16 15:03:56
شريکول:

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند جاو لی جیان  د ډسمبر په ۱۵مه نېټه وویل، چې د چین پر وړاندې د امریکې د عملياتي پلان رښتينې موخه د چین ځپل او مخنیوی دی، او د دغه هېواد دا پلان میکاسیزم ته ورته دی، او په شوم نیت غواړي، خپلو سیاسي موخو ته ځان ورسوي. 

یاد تش په نوم عملياتي پلان د امريکې د عدليې وزارت او د څار فدرالي ادارې په شمول د ځينو ارګانونو لخوا ترتیب شوی او د دې پلان په اړه خلک شک لري او په دې اند دي، دعواوې ښيي، چې د اسيايي الاصله کسانو پر وړاندې د امريکې د ټولنې تعصب مخ په سختېدو دی. امريکا کې په ۲۰۱۹م او ۲۰۲۰م کلونو کې د اسيايي الاصله امریکایانو پر وړاندې د زورزياتي پېښو شمېر ۷۱ سلنه لوړ شوی دی. 

ښاغلي جاو لي جیان په اشارې وويل، چې په تېرو دوو کلونو کې د یاد پلان زیاتره قضیې د پوهنې مالکیت له حقونو یا له سوداګريزوغلاوو سره هېڅ تړاو نه لري. د امريکې د بېلا بېلو پوهنتونونو شاوخوا دوو زرو کارپوهانو په ګډه د دغه هېواد عدليې وزير ته پيغام استولی او پکې يې د دغه عملياتي پلان په هکله شکونه څرګند کړي دي. (هيله)