شي جين پينګ: چين او روسيه د رښتيني څواړخيزم او نړيوال عدالت په ساتلو کې مهم رول لوبوي
CMG2021/12/16 08:54:52
شريکول:

د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر پر ۱۵مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل.

شي جين پينګ په خپلو خبرو کې وويل، چې د چين او روسيې ترمنځ اړيکې د مختلفو ننګونو او چلنجونو پر وړاندې په پر له پسي ډول ټينګې شوې دي. دواړو خواوو په رسمي توګه د چين او روسيې ترمنځ د ښه ګاونډيتوب او همکارۍ  تړون  د باور مودې تمديد اعلان کړی، د دواړو هېوادونو د اصلي ګټو په چارو کې يو له بل څخه ټينګ ملاتړ کړی او د دواړو هېوادونو وقار او ګډې ګټې يې ساتلي دي.

نوموړي زياته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په هراړخيزو همکاريو کې ستر سياسي غوره والی او فرصتونه څرګند شوی. د روان کال په لومړيو دريو ربعو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ ارزښت په لومړي ځل له سلو ميليارډو امريکايي ډالرو څخه اوښتی دی. د چين او روسيې ترمنځ د ساينس او تکنالوژۍ د نوښت کلني فعاليتونه په بريالي توګه تر سره شوی، يو لړ لويې همکاريزې پروژې په سالمه توګه پلي شوي او د يو کمربند او يوې لارې پېشنهاد او د اروپا او اسيا د اقتصادي ټولنې ترمنځ د پيوستون جريان ښه روان دی. دواړو هېوادونو د لويو هېوادونو مسئوليت پر غاړه اخيستی، د کرونا وبا ضد مبارزې کې يې د نړيوالې ټولنې د يووالي لپاره هڅې کړي او د رښتيني څو اړخيزم د عملي کولو او د نړيوال عدالت د ساتلو په برخو کې يې مهم رول لوبولی دی.