په ماناګوا کې د چين ميډيا ګروپ د خبريالانو مرکز پرانيستل شو
CMG2021/12/16 15:10:33
شريکول:


د نيکاراګوا په پلازمينې ماناګوا کې د چين ميډيا ګروپ د خبريالانو مرکز پرانيستونکي مراسم پر ځايي وخت د ډسمبر په ۱۵مه نېټه تر سره شول. دا په بهرنيو هېوادونو کې د چين ميډيا ګروپ د خبريالانو ۱۹۰م مرکز دی.

د چين ميډيا ګروپ او د نيکاراګوا د مخابراتو او ملکي چارو کمېټې استازو د خبريالانو د ياد مرکز د پرانيستونکو مراسمو په ترڅ کې د خپلمنځي همکاريو يادښت هم لاسليک کړ. دغه يادښت د چين او نيکاراګوا ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د بيا ټينګښت راهيسې د خبري رسنيو په برخو کې لومړی همکاريز تړون دی.

د نيکاراګوا د ولسمشر سلاکار لاوليانو اورټيګا هم په دغو مراسمو کې ګډون کړی و او په خپله وينا کې يې وويل، چې نيکاراګوا او چين څو ورځې مخکې د يوې ګډې اعلاميې په لاسليک سره د سفيرانو په کچه خپلمنځي ډيپلوماتيکې اړيکې بيا ټينګې کړې دي. په ماناګوا کې د چين ميډيا ګروپ د خبريالانو مرکز پرانيستونکي مراسم د يادو اړيکو يوه نمونه بلل کيږي او دا ښيي، چې د نوموړو دواړو هېوادونو ترمنځ رښتينې همکارۍ بيا پيل شوي او يا د خبري مرکز به د دواړو هېوادونو د اړيو د پياوړتيا لپاره ښه رول ولوبوي. نوموړي دا کار له بهرنيو خبري رسنيو سره د ماناګوا د خبري رسنيو په همکاريو کې مهمه چاره بللې او ويلي يې دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستۍ د لا ټينګښت لپاره به مهم ارزښت ولري.

د چين ميډيا ګروپ او د نيکاراګوا د مخابراتو او ملکي چارو کمېټه به د لاسليک شوي يادښت له مخې په نيکاراګوا او مرکزي امريکا کې د خبري خپرونو او معلوماتو تبادلې او همکارۍ پياوړې کړي او په ګډه به مستند فلمونه او تلويزيوني پروګرامونه جوړ کړي.