د چين د بهرنيو چارو وزارت وزير
جاو لي جيان د ډسمبر په ۱۵مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې د امريکا د
کانګرس لخوا د شينجيانګ تش په نامه قانوني مسودې د تصويبېدو په اړه وويل، چې چين د
امريکا له دغې کړنې سره ټينګ مخالفت کوي او امريکا د شيجيانګ چارو په پلمه د دغه
هېواد په کورنيو چارو کې لاسوهنه کوي. که امريکا د دغې مسودې پلې کېدو ته دوام
ورکړي، نو چين به اړ کړي، چي غوڅ ځوابونه ورکړي.
د امريکا استازو جرګې د ډسمبر په ۱۴مه نېټه د اويغور تش په نوم د اجباري کارونو د مخنيوي په تړاو قانوني مسوده تصويب کړې ده. (شکريه)