جنوب ختيځې اسيا ته د بلينکن د سفر رښتينې موخه
CMG2021/12/17 15:58:24
شريکول:

د امريکا د بهرنيو چارو وزير انتوني بلينکن په روانې اوونۍ کې اندونيزيا او ماليزيا ته تللی او دا د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ته د نوموړي لومړی سفر دی. د ده د دغه سفر موخې د خپلو ستراتيژيکو ګټو لپاره د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو ټولنې له غړو هېوادونو سره د اړيکو لا ټينګول او د نوموړې ټولنې او چين ترمنځ د اړيکو او همکاريو خرابول دي.

۳۰ کاله کيږي، چې چين د جنوب ختيځې اسيا هېوادونو له ټولنې سره د ډيالوګ اړيکې ټينګې کړې دي. دواړو خواوو له تېرو ۳۰ کلونو راهيسې د ښه ګاونډيتوب او ګډو ګټو په اساس متقابل درناوی ساتلی او يو له بل سره يې مرستې کړې دي او اوس د ګډ برخليک ټولنې د ابادۍ په هڅې کې دي.