چين په روان کال کې له زر ميليارډو يوانو ډېره بهرنۍ پانګه راجلب کړې
CMG2021/12/17 11:10:30
شريکول:

د چين د سوداګرۍ وزارت شمېرې ښيي، چې دغه هيواد د روان کال له جنورۍ څخه تر نومبر پورې ۱۰۴۲ميليارډه او ۲۰۰ ميليونه يوانه بهرنۍ پانګه راجلب کړې، چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۵ اعشاريه ۹ زياتوالی ښيي.

د چين د سوداګرۍ وزارت وياندې شو جيو تينګ په يوې خبري غونډې کې وويل، چې د چين په خدمتي چارو کې جلب شوې بهرنۍ پانګونې ۸۲۳ ميليارډو او ۹۴۰ ميليونو يوانو ته رسيدلي، چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۱۷ سلنه زياتوالی ښيي. د دې ترڅنګ په عصري تخنيکي چارو کې د چین له خوا جلب شوې بهرنۍ پانګې بيا د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۱۹عشاريه ۳ زياتې شوې دي. سربېره پردې په چین کې د یو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو او د اسيان هېوادونو پانګونې په جلا جلا توګه د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې ۲۴.۷ او ۲۳.۷ سلنه زياتې شوې دي.

د چین د سوداګرۍ وزارت چارواکو څو ځلې ويلي، چې چين به بهرنۍ تصدۍ پانګونې ته وهڅوي او پر همدې دريځ اوس هم ټينګار لري.

(غاټول)