چين له ۱۴۵ هېوادونو او ۳۲ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ تړونونه لاسليک کړي
CMG2021/12/17 14:45:12
شريکول:

د چين د پرمختګ او اصلاحاتو ملي کمېټې وياندې منګ وې د ډسمبر په ۱۶مه نېټه خبر ورکړ، چې چين په دې وروستيو کې د مرکزي افريقا جمهوريت، ګيني سايو، ايريتريا، بورکينافاسو، ساتومه او پرنسيپ په شمول له ځينو افريقايي هېوادونو سره د يو کمربند او يوې لارې د ابادۍ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي. چين تر اوسه د نړۍ له ۱۴۵ هېوادونو او ۳۲ نړيوالو سازمانونو سره د يو کمربند او يوې لارې څه باندې ۲۰۰ همکاريز تړونونه لاسليک کړي دي.

نوموړې زياته کړې، چې تر تېر نومبر پورې د چين او اروپا ترمنځ ۴۷ زرو او ۴۱۴ باروړونکو اورګاډيو تګ راتګ کړی او ۴ ميليونه او ۲۹۷ زره کانتينرونه او د کرونا وبا ضد ۱۳ ميليونه او ۴۳۰ زره محافظتي توکي يې ليږدولي دي.