شمېرنې ښيي، چې د روان کال په تېرو يوولسو مياشتو کې د چين د صادراتو او وارداتو پيمانه د تېر کال له پيمانې څخه اوښتې ده.
د چين د سوداګرۍ وزارت وياند شو جيو تينګ د ډسمبر په ۱۶مه نېټه وويل، چې د اټکل له مخې به د چين د بهرنۍ سوداګرۍ صادراتي او وارداتي جوړښت نور هم ښه شي، پرمختګ به يې لا چټک او د لوی سوداګريز هېواد په توګه به يې مقام نور هم ټينګ شي او خپله سوداګريزه موخه به پوره کړي.(غاټول)