د ترهګرۍ ضد مبارزه بايد خلکو ته د زيان رسولو په بیه ترسره نشي
CMG2021/12/17 10:38:37
شريکول:

دا يو حقیقت دی، چې د ترهګرۍ ضد مبارزه له ترهګريزو بريدونو څخه د ملکي وګړو د خونديتوب او د دوی د ژوند او پرمختګ د ساتلو په هدف ترسره کيږي. امريکا په ۲۰۰۱م کال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد د مبارزو په پلمه جګړه پيل کړه، خو د حيرانتيا خبره دا ده، چې بې پيلوټه الوتکو به یې پر بې ګناه وګړو بمونه غورځول او مرګژوبله به يې ورته اړوله. امريکايي ځواکونه اوس له افغانستان څخه وتلي، خو دغه هېواد د شل کلنې جګړې له امله ډېر زيانمن شوی او د بيا رغونې په بهير کې له ډېرو ستونزو سره مخ دی.

د ترهګرۍ  پر وړاندې د امريکا تګلاره دا ده، چې په کومو هېوادونو کې امريکايي ګټو ته زيان رسيږي، نو امريکا پرې د ترهګرۍ ټاپه لګوي او بیا زور څخه استفاده کوي او د ځمکنيو او هوايي بريدونو له لارې د دوی په اصطلاح ترهګر له منځه وړي.

د ملګرو ملتونو د منشور د دويمې مادې د څلورم جز له مخې، کوم هيواد بايد په نړيوالو اړيکو کې زور ونه کاروي او څوک بايد ونه ګواښي؛ خو امريکا د ملګرو ملتونو له منشور څخه هر وخت سرغړونه کوي او هميشه پر نورو خپلواکو هېوادونو زور راوړي او يا ورته ګواښونه کوي.

که مونږ هغو هېوادونو ته وګورو، چې امريکا پکې تش په نوم د ترهګرۍ ضد جګړه کوي، نظامي ځواکونه يې کمزوري دي او اقتصاد يې هم په لړزان او مخ پر ځوړ روان وي.

امريکا دغو هېوادونو ته د خپلو ځواکونو له ليږلو مخکې لومړی دا خبره کوي، چې دوی برتري او تفوق لري او د نظامي ځواکونو له لارې کولی شي، د هېوادونو نظامونه ړنګ کړي او جګړې ته يې برابر کړي. امريکا د ترهګرۍ ضد د جګړې لارې د ټينګې بادارۍ په لټه کې وي او همدا يې د کړنو سرچېنه ده. امريکا د نورو هېوادونو ملي حاکميت تر پښو لاندې کوي، چې په نتيجه کې يې په دغو هېوادونو کې ترينګلتيا ورځ تر بلې زياتيږي او د خلکو ژوند يې ورځ تر بلې سختيږي او نوي ترهګريز ځواکونه پکې راټوکيږي.

د المان پخوانی خارجه وزير جوسچکا فيسچير په افغانستان کې د تش په نوم د ترهګرۍ ضد جګړې په هکله وايي، چې د افغانستان په جنګ کې د څو ترهګريزو ډلو مشرانو د وژلو او د څو افراطي ډلو له کمزورې کېدو پرته هيڅ لاسته راوړنې نه لرو. هلته په پوځي او ايډيالوژيکې نظريې سره ترهګري له منځه نه ده وړل شوې او افغانستان لا هم د لويديځو هېوادونو لپاره يو ګواښ دی، خو د دغې جګړې له امله افغانستان او افغانانو سختې بيې ورکړې دي.

په نورو ازادو هيوادونو کې تش په نوم د  ترهګرۍ ضد ستراتيژي کار نه ورکوي، خو امريکا لا هم له خواږه خوبه نه ده پورته شوې او چارواکي يې هم  ښه پوهيږي، چې د ترهګرۍ ضد چارو ته دوه ګوني معيارونه غوره کوي او اوس یې پر چين تور لګونې ته زور ورکړی دی.

د چين په شينجيانګ کې له ۱۹۹۰م کال څخه د ۲۰۱۶م کال تر پايه پورې د ختيځ ترکستان غورځنګ په شمول ترهګريزو ډلو په زرګونو ترهګريز بريدونه کړي، چې له امله يې زيات شمېر بې ګناه وګړو ته مرګژوبلې اوښتې دي.

د چين حکومت د شينجيانګ د بېلا بېلو قومونو اوسيدونکو د ژوند او مال د خونديتوب لپاره يوه خوا د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه وکړه، له بلې خوا يې له افراطي نظريو څخه خلک وژغورل او د خلکو د ژوند د خونديتوب او ښه والي لپاره يې يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي دي.

په شينجيانګ کې په تېرو پر له پسې پنځو کلونو کې د زور زياتي ترهګريزې پيښې نه دي رامنځته شوي. د شينجيانګ سيمه ييز حکومت په تېرو څو کلونو کې د خلکو د ژوند، ګمارنې، ښوونې، طبي چارو، ټولنيزو بيمو او هستوګنيزو ځايونو جوړولو په شمول ځيني پلانونه عملي کړي دي. د شينجيانګ په کليوالو سيمو کې څه باندې درې ميليونه خلک له بېوزلۍ څخه وتلي دي. په ورته وخت کې د بېوزلۍ له امله د افراطي نظريو د خپرېدو حالت هم له منځه وړل شوی او اوس د بېلا بېلو قومونو وګړي په ارام چاپيريال کې خوندي ژوند کوي.

امريکا نه غواړي، چې په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد چارو حقيقت خپور کړي او د ترهګريزو ډلو له تور لېست څخه يې د ختيځ ترکستان غورځنګ نوم هم لرې کړی او په دې لټه کې ده، چې په چين کې د ترهګرۍ ضد جګړې ته بل رنګ ورکړي او د چين پر حکومت يې تور لګولی، چې د اويغوريانو بشري حقوق يې تر پښو لاندې کړي دي.

دا ټولې نړۍ ته يو روښانه حقيقت دی، چې امريکا هر وخت تور ته سپين او سپین ته تور وايي!

امريکا په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد چارو کې د تسلط په لټه وه، له زور څخه يې ناوړه استفاده کوله، د افغانانو بشري حقوق يې تر پښو لاندې کړل او اخر هم په جګړه کې ناکامه شوه او خپله بستره یې ټوله کړه او له دغه هيواده ووتله.

امريکا بايد فکر وکړي، چې تش په نوم د ترهګرۍ ضد جنګ یې افغانستان زيانمن کړی او  د چين په شينجيانګ کې د ترهګرۍ ضد پر عادلانه چارو دې سترګې نه پټوي او دروغ او پروپاګنډ دې نه خپروي.