د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړيوال سازمان او د ماشومانو صندوق د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د يو ګډ راپور په خپرولو سره ويلي، چې په اسيا او ارام سمندر سيمې کې د کرونا وبا د خپرېدو له امله د خوړو خونديتوب ورځ په ورځ سختيږي.
راپور وايي، چې پروسږ کال په دغې سيمې کې خوراکي توکو ته د اړمنو کسانو شمېر له ۳۷۵ ميليونو څخه هم اوښتی و، چې دغه رقم د ۲۰۱۹م کال په پرتله ۵۴ ميليونه زياتوالی ښيي. پروسږ کال د دې سيمې يو ميليارډ خلکو پوره خواړه نه درلودل، چې دغه رقم د ۲۰۱۹م کال په نسبت ۱۵۰ ميليونه زياتوالي ښيي.
(شکريه)