چين او روسيه د لويو هېوادونو دندې پر غاړه لري او ريښتنی څو اړخيزم پلی کوي
CMG2021/12/17 11:18:41
شريکول:

د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د ډسمبر په ۱۵مه نېټه ويډيويې کتنه تر سره کړه.دواړو مشرانو د چين او روسيې تر منځ د ذات البيني اړيکو، واقعي همکاريو او نړيوالو ستراتيژيکو همکاريو په شمول د څو موضوعاتو په هکله يو نيم ساعته خبرې اترې وکړې. شي جين پينګ پوتين ته وويل، چې د اولمپيک ژمنيو لوبو کې د ګډون لپاره ستاسو راتګ ته سترګې په لار يم. پوتين هم هيله وښوده، چې ژر چين ته سفر وکړي او د بيجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړي. دا د دواړو هېوادونو تر منځ ژوره دوستي او يو پر بل د ټينګ سياسي اعتماد څرګندوي کوي.  

اوسمهال ټوله نړۍ د کرونا وبا د خپرېدو له امله له لوی بدلون سره مخ ده. چين او روسيه څنګه ريښتنی څو اړخيزم عملي کوي او نړيوال عدالت ساتي؟ چين او روسيه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا د دايمي غړو په توګه د نړيوال عدالت د ساتنې او د نړيوالو ډيموکراتيکو اړيکو په پار ګډې نظريې او موقف لري. دواړه هېوادونه د افغانستان مسئلې سياسي حل و فصل هڅوي او له دې سره مخالفت کوي، چې امريکا تش په نامه ډيموکراتيکې سرمشريزې له لارې د نړۍ د جلا کيدو هڅې کوي. د چين او روسيې تر منځ همکارۍ له تسلط غوښتنې او بادارۍ سره اغېزمنه مقابله ده، د ملګرو ملتونو په مرکزيت د نړيوال سيستم د ساتنې په ګټه دي او په ناثابت نړيوال نظام کې به ثبات عوامل وګرځي.

اوسمهال ځينې کړۍ د تش په نامه ډيموکراسۍ او بشري حقوقو په پلمه د چين او روسيې په کورنيو چارو کې مداخله کوي. نو چين او روسيه بايد لا زيات همکاريز فعاليتونه تر سره کړي تر څو د دواړو هېوادونو امنيت خوندي او خپلې ګټې وساتي او په نړيوالې ادارې کې خپل غږ پورته کړي. په ياده کتنه کې د چين دولت رئيس شي جين پينګ وويل، چې چين د روسيې د دايمي سولې او ثبات لپاره د دغه  هېواد له هلوځلو څخه ملاتړ کوي. د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د تايوان مسئلې په هکله وويل، چې روسيه به د چين له حکومت څخه ټينګ ملاتړ وکړي، له هر ځواک سره مخالفت کوي، چې د تايوان مسئلې په پلمه د چين ګټې زيانمنوي او په اسيا او ارام سمندر سيمې کې د کوچنيو ډلو له جوړولو سره هم ټينګ مخالفت کوي. 

د چين دولت رئيس شي جين پينګ وويل، چې چين او روسيې په سالمه توګه يو لړ ستراتيژيک پلانونه عملي کړي او د يو کمربند او يوې لارې او د اروپا او اسيا  ګډې اقتصادي ټولنې يې سره نښلولي دي. دواړو هېوادونو په فعاله توګه د لويو هېوادونو دندې عملې کړی، له نړيوالې ټولنې سره يې يو ځای د کرونا وبا ضد مبارزه کړی، د ډيموکراسۍ او بشري حقوقو دقيق اهميت يې وړاندې کړي، رښتنی څو اړخيزم يې عملي کړی او د نړيوال عدالت د ساتنې لپاره يې ګډې هڅې کړې دي.