د اردن سيند په لوېديځه غاړه کې د ډزو پېښه شوې
cmg2021/12/17 11:12:05
شريکول:



د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل دفاع وزارت د ډسمبر په ۱۶مه نېټه د یوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د اردن سيند د لوېديځې غاړې نبلوس ښار کې د یهودیانو یو استوګنځي ته نږدې د ډزو یوه پېښه شوې چې په نتیجه کې يې یو اسرائیلی مړ او دوه نور ټپيان شوي دي. اعلامیه زیاتوي، چې بریدګر تښتېدلی او د نیولو هڅې يې روانې دي. 

د فلسطین خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د فلسطین د حماس ډلې په شمول ځينو وسلوالو سازمانونو د دغه برید ستاینه کړې، خو تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې پړه پر غاړه نه ده اخيستې. په دې وروستیو کې د فلسطین او اسرائيل ترمنځ تاوتریخوالی مخ په زیاتېدو دی او کله کله یو پر بل بريدونه کوي. (هيله)