ناټو له اوکراین څخه بیا ملاتړ څرګند کړ
CMG2021/12/17 11:19:43
شريکول:

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د ناټو سرمنشي جینس سټولټنبرګ  د ډسمبر په ۱۶مه نېټه د اوکراین له ولسمشر زیلینکي سره وکتل. ستوربیرګ وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، چې له زیلینکي سره يې اوکراین ته نږدې په شاوخوا سيمو کې د روسيې د پوځونو د ځای پر ځای کېدو په اړه خبرې کړې او د ملاتړ ډاډ يې ورکړی دی. 

نوموړي له روسيې څخه هم وغوښتل چې د اوکراین او شاوخوا سيمو د وضعیت د ارامولو لپاره اغېزمن تدبيرونه ونيسي او روسيې ته يې په اړوندو خبرو اترو کې د ګډون بلنه ورکړه. (هيله)