اسرائیل د سوريې پر جنوب توغنديز بريدونه کړي
CMG2021/12/17 11:03:56
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د اسرائيل پوځ د همدې ورځې په سهار وختي د ګولان له لوړو څخه د سوريې په جنوب کې پر ځينو هدفونو توغندي توغولي، چې له امله یې يو سوري سرتېری وژل

 شوی او ځيني تاسیسات ویجاړ شوي دي.

د سوریې پوځ وايي، چې د اسرائيل زياتره توغندي يې د هوايي دفاعي سیستم په مټ په هوا کې شنډ کړي دي.

اسرائيلي ځواکونو په ۲۰۱۱ کال کې د سوريې د کورنۍ جګړې تر پيلېدو وروسته څو ځلې په سوريه کې پر ايراني ځواکونو د بريدونو په پلمه د دې هېواد پر ځينو هدفونو هوايي بمبارۍ کړي، خو د سوريې او ايران حکومتونو دغه خبر رد کړی او ويلي يې دي، چې ايران په سوريه کې پوځي تأسيسات او ځواکونه نه دي ځای پر ځای کړي.