سروې: امريکا پر ناسم لوري روانه ده
CMG2021/12/17 15:58:36
شريکول:

نيويارک پوسټ ورځپاڼې د ډسمبر په ۱۳مه نېټه ويلي، چې د يوې سروې ۵۶ سلنه ګډوال په دې اند دي، چې امريکا پر يوې غلطې لارې روانه ده. د دغې سروې نتيجه د امريکا له اقتصادي وضعيت، کرونا وبا او د جرمونو زياتوالي سره تړاو لري.

د دغې سروي ۴۸ سلنه ګډون کوونکو ويلي، چې په امريکا کې غله زيات شوي او خلک د توکو د اخيستلو په وخت کې د نا ارامۍ احساس لري. د دې سروې ۸۶ سلنه ګډون کوونکي بيا په دې نظر دي، چې جنايي پېښې د امريکا يوه ملي ستونزه ګرځېدلې ده.