د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران د اټومي انرژۍ د ادارې وياند بهروز کمالوندي د ډسمبر په ۱۶مه نېټه وويل، چې د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسي بايد د ايران د اټومي انرژۍ له ادارې سره نږدې همکارۍ وکړي، تر څو د دې هېواد په کارج سيمه کې په ذروي تأسيساتو کې نصب کېدونکې کمرې د تخريبي عملونو د تر سره کولو لپاره استعمال نه شي.
نوموړي زياته کړې، چې ايران به تر کره تخنيکي، امنيتي او عدلي څارنې وروسته په يادو ذروي تأسيساتو کې د اټومي انرژۍ د نړيوالې اېجنسۍ څار تجهيزات نصب کړي. د دې ترڅنګ د اټومي انرژۍ نړيواله اېجنسي بايد د تجهيزاتو په اړه د ایراني کارپوهانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړي.
(غاټول)