د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو مقدماتي کارونه بشپړ شوي
CMG2021/12/17 11:17:54
شريکول:

د ډسمبر ۱۶مه نېټه د بېجينګ د المپيک ژمنيو لوبو پيل ته ۵۰ ورځې پاتې وه. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د همدې ورځې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې د بېجينګ د ژمنيو المپيک لوبو مقدماتي کارونه بشپړ شوي دي.

نوموړي وويل، چې د بېلا بېلو هېوادونو لوبغاړي په دغو لوبو کې ګډون ته هيله من دي او چين هم هيله لري، چې ټول لوبغاړي په دغو لوبو کې ښه وځليږي او برياليتوبونه تر لاسه کړي. (شکريه)