د فساد پر ضد د م م د تړون لاسليکونکو هېوادونو نهمه غونډه پای ته ورسېده
CMG2021/12/18 14:36:48
شريکول:

پر ځايي وخت د ډسمبر پر ۱۷مه نېټه د فساد پر ضد د م م د تړون لاسليکونکو هېوادونو نهمه غونډه د مصر په شرم الشيخ کې پای ته ورسېده. په ياده غونډه کې د شرم الشيخ اعلاميه تصويب شوه او پر ټولو خواوو يې غږ وکړ، چې د فساد پر ضد نړيواله همکاري پياوړې کړي او د بېړنيو اقتصادي او طبي لګښتونو له امله د فساد خطرونو ته پاملرنه وکړي.

دغه راز د نشه يي توکو او جرمونو په اړه د م م د دفتر اجرايي مديرې غاده والي د غونډې د پای په مراسمو کې وويل، چې د شرم الشيخ اعلاميې د تړون لاسليکونکو هېوادونو ته بشپړ معلومات وړاندې کړي، چې د کرونا وبا پر وړاندې له فساد سره د مبارزې لپاره عملي ګامونه پورته کړي. همدارنګه په ۲۰۲۱ کال کې د تړون لاسليکونکو هېوادونو له فساد سره د مبارزې په برخه کې ډېرې مهمې ژمنې کړې، چې ۲۰۲۲ کال به یې د عمل کال وي.

يادې غونډې پنځه ورځې دوام درلود، چې په کې د چين په شمول د ١٥٢ هېوادونو او څه دپاسه دوه زره استازو آنلاین یا آن سایټ برخه اخیستې وه.