د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر په ۱۷ مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې چين او روسيه به د دواړو هېوادونو د مشرانو موافقه پلي کړي تر څو د سيمه ييز او نړيوال ګډ امنيت په برخه کې خپل خدمتونه وکړي.
دغه راز د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د ډسمبر په ۱۵ مه نېټه له بېجينګ څخه په انلاين ډول د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وکتل. د دواړو هېوادونو مشرانو د سيمه ييز امينت د ساتلو په شمول د خپلمنځي و او مهمو مسئلو په اړه خبرې اترې وکړې او نوې موافقه يې تر لاسه کړه.
وانګ ون بين زیاته کړه، چې اوس په ټوله نړۍ کې د مختلفو ننګونو او چلنجونو پر وړاندې، چين او روسيه د ملګرو ملتونو امنيت شورا د دايمي غړو په توګه د سيمه ييزې سولې او ثابت د ساتلو او د بېلا بېلو هېوادونو د پرمختګ او سمسورتيا د هڅونې په برخه کې مهم رول لوبوي.
(مينه)