امريکا به د شينجيانګ د بدنامولو په توطيه کې ناکامه شي
CMG2021/12/18 14:45:01
شريکول:

د امريکا د مشرانو جرګې د ډسمبر په ۱۶مه  نېټه تش په نامه جبري کارونو ته د اويغوريانو د اړېدو د مخنيوي مسوده تصويب کړه، چې په دې پلمه د امريکې بازار ته د شينجيانګ د توليداتو ننوتل منع کوي. د امريکا ځيني سياستوال د بشري حقوقو په پلمه سياسي لمسوونکې چارې تر سره کوي او پر چيني اقتصاد باداري کوي. له دې څخه څرګنديږي، چې دوی غواړي د شينجيانګ د پرمختګ مخه ونيسي او د چين په کورنيو چارو کې لاسوهنه وکړي، نو د دوی دغه بدنيت به خامخا ناکام شي.

په شينجيانګ کې جبري کارونو ته د اويغوريانو د اړېدو ثبوت شته که نه؟ ځايي اوسيدونکي یې تر ټولو ښه ثابتولی شي. د شينجيانګ ډېرو اوسيدونکو په دې وروستيو کې په يوه خبري ناسته کې د کارونو له لارې د نيکمرغۍ رامنځته کولو په اړه خپلې کيسې وويلې. د شينجيانګ د کاشغر سيمې د قشقر کوناشهر ولسوالۍ د زمين کلي اوسيدونکې بچي ګولي اسين په يوه فابريکه کې کارکوي او هره مياشت ثابت عايد لري او د خپلې کورنۍ پالنه کولی شي. هغې وويل، چې د اوسيدونکو کورونو ته نژدې د کارونو برابرولو تګلارې زما برخليک بدل کړ. د شينجيانګ قرلسو د قرغيز قوم خپلواکې سيمې د اتوش ښار اوسيدونکي ممتي د جيانګ شي او فو جيان په ولايتونو کې روزنې اخیستې دي او په ۲۰۱۷ کال کې يې په خپل ټاټوبي کې د ډبرو د توليداتو فابريکه جوړه کړه، چې ۳۰ ځايي اوسيدونکو ته يې د کار زمینه برابره کړې ده.

د شينجيانګ اوسيدونکي د نېکمرغه ژوند لټولو په موخه خپلو کورونو ته نژدې کار کوي او يا په نورو ځايونو کې مزدوري کوي او  جبر ته اړتيا نه شته!

سره له دې چې تش په نامه جبري کارونه بيخي درواغجنې خبرې دي او څو څو ځلې د حقيقتونو له لارې ثابتې شوي، خو ولې د امريکا ځينې سياستوال د شينجيانګ د بدنامولو کار ته دوام ورکوي؟ په دې هکله د استراليا د خبرداري خدمتونو په نامه خبري رسنۍ په يو راپور کې ليکلي، چې د دوی هدف په چين کې د قومي او مذهبي نښتو لمسول او د تندلارۍاو ترهګرۍ خپرول  دي تر څو د دوی په نظر د دښمن هېواد چين د پرمختګ مخه ونيسي.

د امريکا کانګرس په تکرار ډول د بشري حقوقو په نامه د شينجيانګ په اړه سندونه خپاره کړي، چې  له یوې خوا د خپلې بدې توطيې د عادلانه کېدو نيت لري او له بله خوا غواړي د سندونو په نامه پر نورو هېوادونو زور واچوي، چې له ځان سره يو ځای پر چين فشار راوړي او دغه هېواد ګوښه کړي. برسېره پر دې امريکا غواړي په شينجيانګ کې د توليدي چارو د پرمختګ مخه ونیسي او په شينجيانګ کې بېوزلي خپره کړي.  

دغه راز د امريکا ځينې سياستوال د بشري حقونو په پلمه د چين په کورنيو چارو کې مداخله کوي، خو په حقيقت کې په خپل هېواد کې د بشري حقوقو د وضعیت په اړه ډېرې زياتې مسئلې لري. په امريکا کې د تور پوستو د غلامۍ ميکانيزم په سلهاوو کلونو کې موجود و او اوسمهال په کرهنيزو چارو کې د تنکي ځوانانو د کارګرو د روزنې حالت شته.

هر دروغ او سياسي لمسوونکې کړنې د شينجيانګ د پرمختګ او سمسورتيا مخه نشي نيولی. د امريکا سياستوال بايد په خپل هېواد کې د بشري حقوقو مسئلې سمې کړي او په نورو هېوادونو کې دې لاسوهنه نه کوي.