د چين بهرنیو چارو وزارت: د امریکايي ځواکونو لخوا د بې ګناه ملکي وګړو د وژلو جرم باید وڅېړل شي
CMG2021/12/18 15:43:31
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وانګ ون بين د ډسمبر پر ۱۷مه نېټه په يوه خبري غونډه کې پر دې ټينګار وکړ، چې د امريکايي ځواکونو له خوا په ټوله نړۍ کې د ملکي وګړو د بې توپيره وژنې جرمونه بايد حساب شي او د حقايقو د پټولو او د پلټونکو د ځپلو لپاره د امريکا هڅې باید نورې هم وغندل شي. یو خبریال وویل: په دې وروستیو کې د امریکا د دفاع وزارت پریکړه کړې، چې هغه امريکايي پوځيان، چې پر کابل یې د بې پېلوټه الوتکې په بريد کې لس بې ګناه افغانان ووژل، له هيڅ سزا سره به مخ نه شي. د روان کال په لومړیو کې د امریکا د هوايي ځواکونو د استخباراتو یو پخوانی افسر، چې د امریکايي بې پیلوټه الوتکو له خوا د ملکي افغانانو د بې توپیره وژنې شاهد و، خبریالانو ته د اړوندو معلوماتو د افشا کولو په تور په ۴۵ میاشتو بند محکوم شو. وياند وانګ ون بین وویل، چې نوموړی وضعیت په امريکا کې د ډیموکراسۍ، بشري حقونو او د قانون حاکمیت د تش په نامه ساتنې په اړه لوی طنز دی. هغه امریکايي پوځيان چې په افغانستان کې یې ملکي وګړي وژلي، بې سزا پاتې شوي، خو هغه کسان چې د پېښې حقیقت یې افشا کړی، سزا ورکړل شوې ده. وانګ ون بین زياته کړه، چې موږ پر نړیوالې ټولنې غږ کوو، چې د امریکايي ځواکونو لخوا په قصدي ډول د نړیوالو قوانينو تر پښو لاندې کولو او په بې توپیره توګه د بې ګناه ملکي وګړو د وژنې په اړه پلټنه وکړي  تر څو مجرمینو ته سخته سزا ورکړل شي، عدالت تامین شي او د ټولو هېوادونو د خلکو، په تېره بيا د پرمختيايي هېوادونو د خلکو بشري حقونه په اغیزمنه توګه خوندي او تضمین شي.