وانګ يي د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم د مشورتي کميټې په غونډه کې ګډون وکړ
CMG2021/12/18 14:38:32
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ډسمبر پر ۱۷مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي له بېجينګ څخه د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالې همکارۍ سرمشريز فورم د مشورتي کميټې د ۲۰۲۱ کال په کلنۍ غونډه کې د ويډيو له لارې ګډون وکړ.

وانګ يي وويل: سږ کال اتمه کليزه ده چې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د يو کمربند او يوې لارې وړانديز وړاندې کړی دی. دغه راز ښاغلي وانګ یي زیاته کړه،چې په تېرو ۸ کلونو کې، د یو کمربند او يوې لارې د ګډې ابادۍ په بهير کې واقعي لاسته راوړنې تر لاسه شوي دي.  

وانګ يي ټینګار وکړ، چې موږ به د ټولو انسانانو لپاره د سولې، پرمختګ، عدالت ، ډيموکراسۍ او ازادۍ پر ګډو ارزښتونو، ورخلاصون او متقابلو ګټو ټينګار وکړو او د یو کمربند او يوې لارې د لوړ کیفیت ګډې ابادۍ له لارې به د انسانانو د ګډ برخلیک ټولنې په جوړولو کې مرسته وکړو.