د چين د دولتي شورا غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر پر ۱۸مه نېټه په بېجينګ کې د شانګهای همکارۍ سازمان له سرمنشي ولاديمير نوروف سره وکتل ، ښاغلي نورف به ژر خپله ماموریت پای ته ورسوي او بير ته به ازبکستان ته ستون شي. وانګ يي د نورف ستاينه وکړه، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د سرمنشي په توګه يې خپل ماموريت کې د دغه سازمان د پرمختګ او د دغه سازمان او چين تر منځ د تګ راتګ او همکارۍ لپاره خدمتونه تر سره کړي دي.
نوروف د شانګهای همکارۍ سازمان لپاره د چين د مهمو خدمتونو او د دوشنبي په سرمشريزه کې د چين د دولت رئيس شي جين پينګ د مهم وړانديز لوړه ستاينه وکړه. هغه وويل، چې د شانګهای د روحيې تر لارښوونکې د دغه سازمان غړي يو پر بل باور کوي او د يووالي او هوساينې ښه چاپيريال رامنځته شوی دی، چې د نوي شکل نړيوالو اړيکو ښه نمونه يې جوړه کړې. د دغه سازمان اغيزه په پر له پسي ډول لوړه شوې، چې په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوی سيمه یيز همکاريز سازمان ګرځيدلی دی.