وانګ يي: چين د هرې هغې طرحې هرکلی کوي، چې د اقتصاد، ژوند او ټولنې په ګټه وي
CMG2021/12/19 14:11:40
شريکول:

د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د ډسمبر پر ۱۷مه له بيجينګ څخه په انلاين ډول د يو کمربند او يوې لارې د نړيوالو همکاريو د سرمشريز فورم د مشورتي کميټې په کلنۍ غونډه کې وويل، چې ځينو هېوادونو په دې وروستۍ موده کې د بنسټيزو تاسيساتو د جوړولو په هکله د نړيوالو همکاريو نوي وړانديزونه او د سيمه ايز اقتصاد چوکاټي تړونونه وړاندې کړي دي.

وانګ يي په دې هکله وويل، چې هر يو وړانديز ښه دی که نه، بايد ورته وګوري چې آيا دغه وړانديز پرمختګ ته لومړيتوب ورکوي که نه، همدارنګه پر ورخلاصون او شموليت، ګډو ګټو او اغېزمنو اقداماتو ټينګار کوي که نه. که دغه وړانديزونه د ځينو خواوو په پرېښودلو سره د کوچنيو ډلو د جوړولو او حتې د ايډيالوژيو له مخې د سياسي تقابل د رامنځته کولو په موخه وي، نو له تاريخي تمايل سره سمون نه خوري.

وانګ يي وويل، چې هغه وړانديزونه چې د بېلا بېلو خواوو تر منځ د تګ راتګ، د بېلا بېلو هېوادونو د اقتصادي پرمختګ، د خلکو د ژوند د ښه والي او د ټولنيز پرمختګ لپاره ګټور وي، چين ورته هرکلی وايې.