د افغانستان سرپرست حکومت په خبري ناسته کې د کډوالو په اړه بحث وکړ
CMG2021/12/19 14:08:10
شريکول:

د افغانستان د سرپرست حکومت د مهاجرينو چارو وزارت يوه خبري ناسته تر سره کړه، چې په کې يې د دغه هېواد د کډوالو او مهاجرينو د مسئلو په اړه بحث وکړ.

د خبر په قول د افغانستان کډوال او مجاهرين په سرحدې سيمو او بهرنيو هېوادونو کې له زياتو ستونزو او مشکلاتو سره مخ دي. د افغانستان سرپرست حکومت له ايران او پاکستان څخه غوښتنه وکړه، چې د نړيوالو قوانينو له مخې په بشري ډول د دغو کډوالو او مهاجرينو  پالنه وکړي.

د افغانستان د مهاجرينو چارو وزير خليل رحمان حقاني وويل، چې ملګري ملتونه او نور بشري سازمانونه بايد د دغه هېواد د کډوالو د ژوند حالت په نظر کي ونیسي او دوی ته دې اړينې مرستې برابرې کړي.

د افغانستان د سرپرست حکومت د مطبوعاتو او فرهنګ وزير مرستيال ذبيح الله مجاهد اټکل کړی، چې ښايي په راتلونکي کال کې زيات شمېر کډوال او مهاجرين بير ته افغانستان ته راستانه شي. هغه له نړيوالو سازمانونو څخه غوښتنه وکړه، چې بير ته وطن ته د دغو مهاجرينو د راتګ لپاره ورسره مرسته وکړي.