روسيې د پرانيستي آسمان له تړون څخه د وتلو اعلان وکړ
CMG2021/12/19 14:09:18
شريکول:

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د ډسمبر پر ۱۸مه اعلان وکړ، چې دغه هېواد له همدې ورځ څخه په رسمي توګه د پرانيستي آسمان له تړون څخه وځي.

په دغه اعلامیه کې ويل شوي، روسيه مجبوره ده، چې د پرانيستي آسمان له تړون څخه ووځي او امريکا بايد پدې اړه ټول مسئوليت په غاړه واخلي، ځکه چې دغه هېواد په يو اړخيزه توګه د نظامي تاسيساتو د سيالۍ په هدف دغه تړون خراب کړ. دغې اعلاميې  په تيرو شلو کلونو کې د روسيې لخوا د دغه تړون د عملي کيدو حالت ياد شوی او ويلي يې دي ، چې روسيې د دغه تړون د نورو لاسليکوونکو هېوادونو په پرتله زياتې څارنيزې دندې تر سره کړې. د دغه تړون لاسليکوونکو هېوادونو د روسيې په فضايي قلمرو کې ۱۵۸۰ ځلې څارنيزې الوتنې تر سره کړې دي.