د افغانستان د سرپرست حکومت د پاسپورټونو چارو څانګې مسئول عالم ګل حقاني د ډسمبر پر ۱۸مه نېټه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې په کابل کې د پاسپورټونو چارو څانګه د روانې مياشتې له ۱۹مې نيټې څخه خلکو ته د پاسپورټونو ورکول شروع کوي.
نوموړي وويل، چې اوس په دغه څانګه کې د تيکنالوژۍ ستونزې ټولې حل شوې او په هره پنجشنبه به په ځانګړې توګه د سرپرست حکومت غړو او پوځيانو ته پاسپورټونه ورکړل شي. هغه وويل، چې په انلاين ډول د پاسپورټونو غوښتنه کولو په اړه فورم بدل شوی او پخوانی فورم اوس کار نه کوي. د حقاني په خبره په مرکز کابل کي د نورو ولایتونو اوسيدونکي پاسپورټونه نه شي تر لاسه کولای او بايد په خپلو ولايتونو کې پاسپورټونه واخلي.