د اسلامي همکارۍ سازمان په فوق العاده غونډې کې د افغانستان د بشري وضعیت تړون تصویب شو
CMG2021/12/20 15:41:33
شريکول:


د اسلامي همکارۍ سازمان د ۱۷مې دورې فوق العاده غونډه د ډسمبر په ۱۹مه نېټه د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې څه باندې ۷۰ پلاویو د افغانستان د بشري ناورين او مرستو په اړه بحثونه وکړل.

یادې غونډې دوه ورځې دوام درلود. د ډسمبر په ۱۸مه نېټه د یاد سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ دوه اړخیزې خبرې اترې وشوې او په ۱۹مه نېټه د پاکستان، سعودي عربستان او ترکيې په شمول د ځينو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د ملګرو ملتونو، اسلامي همکارۍ سازمان او د اسلامي انکشافي بانک استازو د افغانستان د بشري ناورين د حل په هکله بحثونه وکړل.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د سرمنشي مرستیال مارتین ګريفيتس وويل، د ملګرو ملتونو د انکشافي پروګرام د اټکل له مخې، په افغانستان کې د بېوزلو کسانو شمېر ښايي ۹۷ سلنې ته ورسېږي او په یو کال کې به د دې هيواد د کورنیو توليداتو عمومي ارزښت ۳۰ سلنه کم شي. له افغانستان څخه نړیوال ملاتړ د روان کال په منځنۍ موده کې په ټپه درېدلی او د افغانانو د ژوند  بنسټيز خدمتي سيستم د خرابېدو په حال کې دی. هغه وويل:

((د افغانستان اقتصاد ډېر خراب دی او که مخنیوی يې ونه شي، نو ښايي ټول افغانان زیانمن کړي. اوس ۲۳ میليونه افغانان له لوږې سره مخ دي، ماشومان خوارځواکۍ وهلي او کافي طبي تجهیزات هم نه لري. د دې هيواد ۷۰ سلنه ښوونکي معاش ته لاسرسی نه لري او د افغانۍ ارزښت هم ډېر ټيټ شوی دی. د افغانۍ د ټېټيدو له امله د افغانستان سوداګري هم زيانمنه شوې ده. د افغانستان د پورونو اخيستلو او په دغه هېواد کې د پانګونې فرصتونه ډېر کم شوي دي.  موږ بايد د افغانستان د بانکي سيستم د ثبات لپاره تر وسې پورې کوښښونه وکړو.))

د اسلامي انکشافي بانک مشر محمد الجاسر وويل، چې اوسنی بېړنی کار افغانانو ته د خواړو، استوګنځايونو، څښاک اوبو، طبي خدمتونو او نقدو پيسو په شمول اړینې مرستې برابرول دي، خو د افغانستان پرمختګ یوازې د بشردوستۍ مرستو له لارې نه شي کېدای، باید د يو دایمي پلان په وسيله د دغه هيواد دوامدار پرمختګ وهڅول شي. اسلامي انکشافي بانک به له افغانستان سره د بشردوستۍ مرستو په اړه د صندوق جوړونې دنده پر غاړه واخلي. محمد الجاسر وويل

((هيله لرو چې بېلا بېل هېوادونه، نړيوال او سيمه ييز سازمانونه او خيریه بسنټونه به له دغه صندوق څخه ملاتړ وکړي. هيله ده، چې نننۍ غونډه لاسته راوړنې ولري او په افغانستان کې د روزګار زيات فرصتونه برابر شي، څو د افغانستان او د سيمې دايمي سوله، سمسورتیا او پرمختګ تضمین شي.))

د پاکستان د بهرنیو چارو وزير شاه محمود قريشي تر دغې غونډې وروسته په یوه خبري ناسته کې وويل، چې په دغه غونډه کې د افغانستان د سولې، امنیت، ثبات او پرمختګ د عملي کېدو لپاره د دغه هېواد د بشردوستۍ وضعیت په اړه یوه پرېکړه ليک تصویب شوی دی. هغه وويل، د غونډې ګډونوالو موافقه کړې، چې لومړی، بايد د افغانستان لپاره د بشردوستۍ یو صندوق جوړ شي. دوهم، په افغانستان کې د غلودانو د امنیت ساتلو یو پلان بايد تطبیق شي. درېيم، په افغانستان کې بايد پولي او بانکي سيسټم پرانيستی پاتې شي، چې د اقتصادي چارو د روانېدو تضمین يې وشي. څلورم، د اسلامي همکارۍ سازمان به د افغانستان مسئلې په اړه یو ځانګړی استازی وټاکي.

د غونډې ګډونوالو له نړيوالې ټولنې او امنیت شورا څخه وغوښتل، چې  د دې تضمین وکړي، چې پر افغانستان لګيدلي بنديزونه د بشردوستۍ مرستو پر وړاندې خنډونه جوړ نه کړي.