هانکانګ بايد پر خپلې ځانګړتيا لرونکې لارې ټينګار وکړي
CMG2021/12/20 14:53:01
شريکول:

د چين د دولتي شورا مطبوعاتي دفتر د ډسمبر په ۲۰مه نېټه (( په يو هېواد کې د دوو نظامونو تر ميکانيزم لاندې د هانکانګ د ډيموکراسۍ پرمختګ )) سپين کتاب خپور کړی دی. په دې سپين کتاب کې راغلي، چې د هانکانګ د ډيموکراسۍ نظام بايد د بل هېواد يا سيمې د ډيموکراتيک نظام تمثيل و نه کړي، بلکې په يو هېواد کې د دوو نظامونو تر ميکانيزم لاندې او د اساسي قانون له مخې او د هانکانګ د سياست، اقتصاد، ټولنې، کلتور او تاريخ له شرايطو سره سم خپل ځانګړتيا لرونکې لار دې پيدا کړي.