د اسرائيل د بيت المقدس پوسټ ورځپاڼې د عربي خبري رسنيو په قول خبر ورکړی، چې د ډسمبر د ۱۸مې نيټې په شپه د عراق د پلازمېنې بغداد پر ګرين زون چې د امريکا سفارت هم هلته دی، توغنديز برید شوی، خو په موخه نه دی لګیدلی.
خبر وايي، چې د امريکا سفارت د سي- اراې ايم دفاعي سيستم په وسيله ياد توغندی په هوا کې شنډ کړی دی.(غاټول)