ګوټريس له لبنان څخه ليدنه پيل کړه
CMG2021/12/20 14:56:23
شريکول:

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټريس د ډسمبر په ۱۹مه نېټه د لبنان پلازمېنې بيروت ته ورسېد او له دغه هېواد څخه يې خپله ۴ ورځنۍ رسمي ليدنه پيل کړې ده. د لبنان د بهرنيو چارو وزير عبدالله حبيب په هوايي ډګر کې نوموړي ته هرکلی ووايه.

ګوټريس د يادې لیدنې په ترڅ کې د لبنان د ولسمشر ميشيل عون، د پارلمان رئيس نبيه بري او د صدراعظم نجيب ميقاتي په شمول د دغه هېواد له سياستوالو سره هم خبرې اترې کړې دي.       

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، چې ملګري‌ ملتونه به له لبنان څخه ملاتړ ته دوام ورکړي او د دغه هېواد د ځواکونو او نورو پوځي سازمانونو لپاره به نړيوال ملاتړ برابر کړي. هغه د دغه هېواد له مشرانو او سياستوالو څخه غوښتنه وکړه، چې خپلمنځي‌ شخړې پای ته ورسوي‌، خلکو ته لومړيتوب ورکړي او په يووالی اوسنۍ‌ اقتصادي‌ ستونزې حل کړي.