په روان کال کې د نړۍ په بېلابېلو ځايونو کې د سختو سېلابونو، اورلګېدنې، توپانونو او د سختې سړې او تودې هوا په ګډون طبيعي پېښې د تاريخ تر بل وخت زياتې رامنځته شوې دي.
په ځمکنۍ کره کې څه شوي؟
ايا په راتلونکي کال کې به طبيعي پېښې کمې وي؟
موږ او تاسو بايد د طبيعي پېښو د مخنيوي لپاره څه وکړو؟
په روان کال کې په نړۍ کې طبيعي پېښې د تاريخ تر بل وخت زياتې رامنځته شوي
د ۲۰۲۱م کال د مارچ په ۱۴ مه نېټه د مغولستان په سانټرال ګوبي ولايت کې هوا دومره ککړه شوه، چې خلکو ته يې د سر او مال زیانونه ورسول.
د ۲۰۲۱م کال د جولای په ۱۵ مه نېټه د جرمني په ځينو سيمو کې سيلابونه رامنځته شول.
په ۲۰۲۱م کال کې، د کاناډا په بريټيش کولومبيا ايالت په ليټټون ښارګوټي کې هوا ورځ تر بلې ګرمېده او د همدې کال د جولای په لومړۍ نېټه د دې ښارګوټي غرنيزو ځنګلونو اور واخيسته.
د ۲۰۲۱م کال د سپتمبر په ۲۴ مه نېټه، د امريکا په کليفورنيا ايالت کې غرنيزو ځنګلونو اور واخيست او ډېر زيانمن شول
د ۲۰۲۱م کال د ډسمبر په ۱۱ مه نېټه د امريکا په کيتوکي ايالت کې توپان راپورته شو او ځايي خلک يې سخت وځپل