د جرمني د روغتیا وزیر: د کرونا وبا پنځمه څپه د مخنیوي وړ نه ده
CMG2021/12/20 15:02:44
شريکول:

د جرمني د روغتيا وزير کارل لاوترباخ د ډسمبر په ۱۹مه نېټه خبرداری ورکړ چې د کرونا وبا پنځمه څپه د مخنيوي وړ نه ده او ويې ويل چې حکومت به يې د کال په پای کې د دوديزې رخصتۍ پر مهال د ښار د تړلو تدبيرونه ونيسي.

لاوترباخ زياته کړه چې پر اوميکرون ويروس د اخته خلکو شمېر زيات شوی او د وبا دغه څپه د مخنیوي وړ نه ده. هغه پر دې هم ټینګار وکړ چې د جرمني اصلي ځوابي تدبير د وبا ضد واکسين د تطبيق کار ته وده ورکول دي. سربېره پردې، د رخصتۍ پرمهال د خلکو فعالیتونه هم بايد محدود شي. په عين وخت کې، هغه د رخصتۍ دمخه له وبا سره د مبارزې لپاره د فدرالي حکومت او ایالتونو د سرمشريزې د جوړولو لپاره هم خلاصه رويه ښودلې ده.