امریکايي ژورناليسته: امریکا په اقتصادي بحران کې د افغانستان د راګيرېدو مسئوليت لري
CMG2021/12/20 14:57:41
شريکول:

د نيويارک ټايمز ژورناليستې کريتينا ګدبام د دغې ورځپاڼې په ډېلي نيوز خپرونې کې په افغانستان کې د خپلو کاري تجربو او فکرونو په اړه معلومات ورکړي او ويلي يې دي، چې د امريکا حکومت په اقتصادي بحران کې د افغانستان د راګيرېدو مسئوليت لري.

ژورناليسته ګدبام د روان کال د اکتوبر په لومړيو کې د خبر جوړنې په پار د ازبکستان له لارې افغانستان ته تللې وه. نوموړې وايي، چې د افغانستان اقتصادي وده د سقوط تر لمنې رسېدلې او ګڼ شمېر خلک يې په روان ژمي کې له لوږې سره مخامخ شوي او مستقيم لامل يې دا وښوده، چې دغه جګړه خپلي هېواد کې په روان کال کې بې سارې وچکالي رامنځته شوې او بل اصلي لامل يې دا په ګوته کړ، چې امريکا  له افغانستان څخه په بېړه خپل ځواکونه وايستل او ورپسې يې پر طالبانو اقتصادي بنديزونه ولګول، چې له امله يې دغه هېواد له نړيوال پولي سيستم څخه ګوښه شوی، بانکي سيستم يې په ټپه درېدلی او ورسره  بشري مرستې هم له خنډونو سره مخ شوې دي. نوموړې وویل، چې افغانان د امريکا د بنديزونو له امله تر ټولو ډېر زيانمن شوي دي.