د ايران د اټومي انرژۍ سازمان وياند بهروز کمالوندي د ډسمبر په ۱۹مه نېټه وويل چې دغه هېواد د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ لخوا د ایران په اټومي تاسیساتو کې د نصب شويو څارګرو کيمرو د تجهیزاتو تخنیکي او خوندیتوب معاينه پیل کړې ده.
کمالوندي وویل، ایران مخکې له دې د اټومي انرژۍ د نړیوالې اېجنسۍ له خوا د کارج سیمې د سنترفيجونو په توليدي ورکشاپ کې د څارګرو کیمرو د ویجاړو تجهیزاتو د ځای پر ځای کولو لپاره درې شرطونه وړاندې کړي وو، یعنې د ایران اټومي تاسیساتو ته د زیانونو د کچې مالومولو په اړه بايد د قضا او خوندیتوب تحقیقات ترسره شي؛ د اټومي انرژۍ نړیواله اېجنسي بايد دا تخریب وغندي او د کيمرو له نصب کولو مخکې بايد د تجهیزاتو تخنیکي او خوندیتوب معاینه ترسره کړي.