د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د ۷مې مقننه شورا د ۳۰ څوکيو غړي د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د بېلابېلو ټولنو لخوا وټاکل شول، چې په دې سره د ۷مې مقننه شورا د ۹۰ څوکيو لپاره ټول غړي پوره شول.
دا د هانکانګ د خاصې اداري سيمې د انتخاباتي سيستم له تکميل وروسته د مقننه شورا لومړۍ ټاکنې وې. د هانکانګ مقننه شورا ۹۰ غړي لري، چې ۹۰ تنه د ټاکنو کمېسيون له لارې، ۳۰ تنه د بېلا بېلو ټولنو له لارې او ۲۰ تنه د ناحيو له لارې ورپېژندل کېږي.