په فلیپین کې راي توپان ۲۰۸ کسان وژلي
CMG2021/12/20 15:10:54
شريکول:

د فليپين پوليسو د ډسمبر په ۲۰مه نېټه خبر ورکړ چې په دغه هېواد کې د راي توپان له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۲۰۸ تنو ته رسېدلی دی.

د فليپي پولیسو د یو احصایوي راپور په خپرولو سره ويلي چې په دغه هېواد کې د راي توپان له امله ۲۳۹ کسان ټپیان شوي او ۵۲ تنه نور ورک دي.

راي توپان په روان کال کې د فیلیپین پر وړاندې تر ټولو قوي توپان  بلل شوی دی. د مالوماتو له مخې، د روانې میاشتې د ۱۶مې نېټې تر غرمې وروسته د فلیپین په جنوب کې د سیارګاو په ټاپو کې راي توپان قوي بادونه او سخت بارانونه او سیلابونه رامنځته شول او ۱.۱۸ میلیونه کسان يې وځپل.