چين : مرستندويه هېوادونه دې د سوريې حاکميت او خاورو بشپړتيا ته درناوی وکړي
CMG2021/12/21 14:47:25
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتونو کې د چين مرستيال دايمي استازي دای بينګ د ډسمبر په ۲۰مه نېټه د سوريې مسئلې په اړه د امنيت شورا په يوې علنۍ غونډې کې ويلي، چې سوريه له ۱۰ کلنۍ کشالې وروسته په اقتصادي او بشري بحران کې ډوبه شوې ده. چين له نړيوالې ټولنې او م.م څخه غواړي، چې سوريې ته زياتې بشري مرستې برابرې کړي.
نوموړي پر ټولو مرستندويو هيوادونو غږ کړی، چې د سوريې خپلواکۍ، حاکميت او د خاورو بشپړتيا ته پوره درناوي وکړي.
(شکريه)