روسیې د جرمني د سفارت دوه کارکوونکي "نامطلوبه کسان" وبلل
CMG2021/12/21 15:08:18
شريکول:

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د ډسمبر په شلمه نېټه اعلان وکړ، چې د جرمني د سفارت دوه کارکوونکي يې "نامطلوبه کسان" بللي دي. روسيه وايي، چې دغه کړنه يې د جرمني د حکومت اړوند غېر عادلانه پريکړې ته په ځواب کې کړې ده.

د روسيې خبري رسنيو خبر ورکړی، چې د جرمني د برلين يوې محکمې د ډسمبر په ۱۵مه نېټه د ګرجستاني وګړي هانګوشويلي د وژل کېدو په تړاو قضاوت کړی او يو روسی يې تورن او په عمري بند محکوم کړی دی. يادې محکمې ويلي، چې د روسيې استخبارات هم په دغې پېښې کې لاس لري. د جرمني د بهرنيو چارو وزارت په همدغه ورځ اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې د روسيې د سفارت دوه کارکوونکي يې "ناخوښيدونکي خلک" پېژندلي دي.