د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جاو لي جيان د ډسمبر په ۲۰مه نېټه په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د اقليمي بدلون پر وړاندې د مقاومت په عملياتو کې د امريکا د ګډون هرکلی کوي او له اړوندو خواوو سره به د امريکا کړنې وڅاري، څو له اقليمي بدلون سره د مقاومت واقعي اقدامات غوره کړي.
د مالوماتو له مخې، د امريکا د ولسمشر د ملي امنيت سلاکار جاک سوليوان په دې وروستيو کې ويلي، چې د بايډن حکومت به د اقليمي بدلون پر وړاندې د مبارزې لوی هدف وټاکي او ويلي یې دي، چې چين هم بايد ښه اغېزمن پلان جوړ کړي.
جاو لي جيان د سوليوان د دغو خبرو په اړه وويل، چې امريکا دې د شنو ګازو د تر نورو لوی خپروونکي په توګه په پاريس تړون کې بيا ګډون یو ښه فرصت وبولي او د نړيوال باور د بيا تر لاسه کولو لپاره دې واقعي اقدامات غوره کړي. (شکريه)