د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند جان لي جيان د ډسمبر په ۲۰مه نېټه په بېجينګ کې په يوه نوبتي مطبوعاتي غونډه کې وويل، چې چين د بېجينګ اولمپيک ژمينو لوبو کې د امريکا په شمول د بېلا بېلو هېوادونو د لوبغاړو د ګډون هرکلی کوي، چين به د دوی امنيت وساتي، اسانتياوې به ورته برابرې کړي او د برياليتوب هيله ورته لري.
د امریکا د اولمپيک کميټې لوی اجرائيوي مشر په دې وروستيو کې ويلي، چې امريکا به د بېجينګ اولمپيک ژمنيو لوبو ته ۲۳۰ لوبغاړي او د بېجينګ پاراولمپيک ژمنيو لوبو ته به ۶۵ لوبغاړي ولېږي او د کرونا د مخنيوي او امنيت ساتنې په برخه کې د چيني قوانينو او د اولمپيک لوبو اصولو معلومات به ور سره شريک کړي.
جاو لي جيان په دې اړه وويل، چې ګرده نړۍ بايد د بېجينګ د اولمپيک ژمنيو لوبو ملاتړ او لوبو ته د سياسي رنګ ورکولو د مخنيوي په پار ګډې هڅې وکړي. (شکريه)